

عبدالقادر خان خټک
په
فراق کې د ګلونو په ګلزار ځي
د بلبل ترخله به تل نارې چيغار ځي
د
وداع په وخت ګرم نه يم که فرياد کړم
روح له تنه آسان نه درومي دشوار ځي
په
فراق د يار د سرو شونډو مۍ رنګو
سرې سرې وُښکې مې له سترګو په رخسار ځي
په
دوو سترګو مې تياره شوه نه پوهيږم
چې مې دوند د سترګو وشه که نګار ځي
حال
له ډېره غريو هيڅ ویلی نه شم
خو هم هسې ډکه خوا له ياره يار ځي
په
ورو ورو د جدایۍ مرګ ته نژدې کړم
لکه ساه چې له صورته په وار وار ځي
د
عشق اور د سوختګانو په زړه لګي
په سوخته تر نورو څه ژر شرر نار ځي
پوخ
استاد بويه چې زلفې د يار نيسي
د ناقص پاړو دم کله په تور مار ځي
چې
سرکوز په تواضع درومي په لارې
ته به وایې سروه ونه په رفتار ځي
هيڅ
په بيارته نظر نه کا پسې درومي
دا د عمر آشنا څه بېګا نه وار ځي
ستا د آه لوخړې دي عبد القادره!
لړې نه دي چې په غره د کړه مار ځي