...

عبدالقادر خان خټک

حقيقت د عشق په خوله ویلی نه شي
 دغه اور بې دله نور سهلی نشي

هسې دروند وری یې بار په ما ضعيف کړ
 چې آسمان ورته خپل ځان نیولی نشي

درسته شپه نارې وهم د يار له درده
 همسايه مې په شپه خوب کولی نشي

د زړه مست لره د زلفو زنځير بويه
 په وسپرين زنځير دا مست تړلی نشي

په دا باغ کې ډېر ګلونه شګفته شول
 پکې يو د يار په رنګ ليدلی نشي

ما د يار د مخ په باغ کې دی ليدلی
 چا وې دا، چې تور نرګس موندلی نشي

په هر دَم عبد القادر هسې پيالې څښي

 چې يو ګوټ یې کاینات زغملی نشي