...

عبدالقادر خان خټک

دا څه خوی دی ښایسته وو عادت ستاسې
 چې همېش وي له عاشقه شدت ستاسې

سر و مال ښندل زينت د عاشقانو
 عنايت، مهر، نمنځنه زينت ستاسې

نتيجه یې نور څه هيڅ نه وي بې سوزه
 په معنی کې لکه اور دی قربت ستاسې

چې پتنګ غوندې ځان وسوزي ايره شي
 هم هغو ته مُيسّر دی وصلت ستاسې

د حرفونو لوښی تنګ معنی یې ډېرې
 په بيان نه ادا کيږي صفت ستاسې

ګل څه، خار و خس به هم واړه خوشبو شي
 که نسيم په سحر راوړي نګهت ستاسې

چې شاعر یې له څه څيز سره تشبيه کا
 هومره نه دی نزاکت لطافت ستاسې

ترحم یې په احوال څه خوبایېده دی
 چې ولاړ دی شپه او ورځ په خدمت ستاسې

کله توان عبد القادر لري د شعر

 ويوی یې هومره ډېر محبت ستاسې