

عبدالقادر خان خټک
که
هر څو ښایسته ډېر وو د وګړي
مونږ ته غوره کړي، نور، نورو غوره کړي
ته
هم هسې دل آزاره جفا کار شوی
چې تل ستا له لاسه ناست وو په زړه ستړي
آزاري
که چرې کړي بې زاري مه کړه
اوس يو مونږ او ته په خلقو کې نوموړي
چې
په لږ جور دا هومره ډېر مانې کړي
ستا له حاله مې هيڅ نه دي چا ته سپړي
څوک
چې نن کاندي وفا له ياره غواړي
ډېر ابله دي چې د شګو پړي غړي
آشنایي د دین کوه عبد القادره!
د دنيا آشنايان واړه دي نيمګړي