...

عبدالقادر خان خټک

که د عشق په تور مې کاڼي په سر ووري
 زه به وايم واړه دُر و ګوهر ووري

په چرګ بانګ مهال یې داد د بوسې وکړ
 مړنی پشکال تل په سحر ووري

په تاثير یې د قدم خاورې خوشبو دي
 که په کوی باندی یې مشک و عنبر ووري

سرې سرې وښکې مې له سترګو وينې نه دي
 دا زما د زړه له اوره شرر ووري

د رحمت سزاوار زه چې ګنهګار يم
 باران بويه چې په تږي شجر ووري

د ظالم د سر د تاج لعلونه نه دي
 په تندي یې له دوزخه اخګر ووري

د حاسد جفا زغمه عبدالقادره!

 تل د غم کاڼي په سر د ثمر ووري