...

عبدالقادر خان خټک

بيا یې نيت د جنجال وشو چې نور کښلي راته شماري
 يار که تل هسې جفا کا ما به مرګ و ته وسپاري

بل که هر څو ښایسته وي خدای دې نه کا چې یې ګورم
 تر يوه باڼه د کښلي د جهان شه واري واري

ستا چې هيڅوک آشنا نشته فراغت ګرځه هوس کا
 په هر چا چې آشنايي د جدايۍ محصل ګماري

د دنيا په باغ کې ځای د همېشه استوګنې نشته
 عاقبت به له دې باغه طوطیان ووځي په چيغاري

د بلبلو د طوطيانو په ګلونو سيل کېږي
 په ګندګۍ یې په مرداره تل قارغان ګرځي مرداري

هر چې ښه یې له ازله په فطرت کې ايښی نه دی
 چې به بد کارونه نه کا نور به څه کاندي بد کاري

هر سړی په موافق د خپل همت نظر لرينه
 په وړو چارو هيڅکله نظر نه کاندي لوی چاري

کا غمزې د دلبرانو تېرې تورې دي څرخ کړي
 هم ورځي په تېرو تورو بې پروا بې اختياري

زړه د هيچا زينهار عبد القادره آزار مه کړه

 چې په دين او په دنيا به آخر خوار شي دل آرازي