

عبدالقادر خان خټک
لوی
لوی غرونه دې په واورو تل ودان وي
چې رودونه یې په مزکه را پريشان وي
په
ژورو مزکو مه ووره بارانه
ښې اوبه کاندي ترخې بوی یې روان وي
په
چمن کې بد بوی ګل شګفته مه شه
زاغان ورشي بلبلان ترې ګريزان وي
په
هغه چمن ورځه د سحر باده!
چې نسيم یې په هر چا عنبر افشان وي
چې
په راغله یې د باغ ګلونه وا شي
همېشه دې هغه باد په ملک وزان وي
د
تنګ مشرب پيدا کړه په معاش کې
د هر چا چراغ چې بل وي پر شادان وي
مبارک
هغه بنده چې آخر بين وي
کُل محنت راحت و ده و ته يکسان وي
په رموز دې ډېر څه وویل په لږ کې
پرې به پوه عبد القادره سخندان وي