

عبدالقادر خان خټک
نه
په باغ نه په بوستان په ګلزار ګرځي
خراب زړه مې هم هورې دی چې يار ګرځي
دواړه
سترګې یې شاهين دي قهر ولي
سور د ناز پاس د زړونو په ښکار ګرځي
په قدم یې د صحرا خارونه ګل شي
چې په سيل زما د يار د بهار ګرځي
که
پرون د رقيب وار و نن زما دی
د آسمان د ژرندې دور دی په وار ګرځي
که
رنځور شي خود به درشي طبيب کور ته
طبيبان په طلب تل د بيمار ګرځي
د
بڼو په ناوکو یې زړه خوږيږي
عاشق ځکه آهرمن ناقرار ګرځي
د
هوسۍ غوندې خپل خوب په ميږتون کا
د اجل ښکاري په نيت د ګوزار ګرځي
ما
دولت د ګدايانو له در بياموند
که نور خلق د بادشاه په دربار ګرځي
په وصال به آسوده عبدالقادر کړي
که همېش به دې په هجر کې خوار ګرځي