

عبدالقادر خان خټک
که
ښکاره شي درويشانو عزت ستاسې
ګدايان به شي شاهان په عزت ستاسې
د
دنيا نوبت، نوبت په نوبت درومي
همېشه دی بې زواله نوبت ستاسې
څه
شو نن که مو څوک نه پريږدي و دَر ته
خبردار دي ډېر په قدر و قيمت ستاسې
صبا
ورځ چې اجتماع د خلایق وي
په هر چا به شي ظاهر منزلت ستاسې
هم
هغه به د نجات په لور روان کا
چې پرې شي مهرباني عنايت ستاسې
غم
اندوه ښه په نصيب د دنيا دارو
فراغت د زړه خوښي په قسمت ستاسې
ستاسې
هومره ډېر حرمت پخپل صاحب دی
چې به نور شي په عزت په حرمت ستاسې
په
نصيب به د هغو شي چې نيک بخت وي
د دوو کونو سعادت دی خدمت ستاسې
د
راحت اميد کوي اهل محنتو!
خدای به نه کاندي ضایع مشقت ستاسې
مددګار د ګنهګار عبد القادر شي
ګوندې بيامومي خلاصی په همت ستاسې