...

عبدالقادر خان خټک

ما چې لب د شکرلبو دي ځبېښلي
 لا مې اوس له خوږو لبې ځبله نښلي

ستا د سترګو په خيال هسې رنګه مست يم
 لکه چا وې صد ساله باده نوشلي

که له سترګو دې روان شي سیند د وښکو
 وران به نشي چې یې ستا په جبين کښلي

د عاشق د صورت خاورې د يار مينه
 په ازل یې دواړه دي سره اخښلي

له توبرې سره مې ځان ځي چې وکيښ شي
 ځکه ما د يار توبرې نه دي وکښلي

شکايت د ښایسته وو د خوی مه کړه
 تر وفا د بل جفا ښه ده د کښلي

که بدرنګ مخ پټوي باري يو رُخ دی
 ښایسته دې هرګز نه وي مخ پوښلي

يو دلدار چې دلداري کا بيا مې نه موند
 په طلب مې دي ملکونه پسې مښلي

چې میېن شوې غم زغمه عبدالقادره!

 په غمونو عاشقان دي همېش کښلي