...

عبدالقادر خان خټک

له جهانه هسې رنګ دي ياران تللي
 ته به وایې چې هرګز نه وو راغلي

نشاني یې په جهان کې موندی نشي
 هسې ورک شول د جهان سواره نتلي

د برېښنا غوندې ښکاره شول بيا فنا شول
 په ځير ځير مو ورته هيڅ نه وو کتلي

نه مو سترګې په ليدو سره مړې کړې
 نه مو وو په ډکه خوله و بله خندلي

نه مو زړونه ځبله تش کړل په خبرو
 نه مو پټ رازونه وو ځبله ښيیلي

چې نا ګاهه هجران مخ ورته ښکاره کړ
 له مونږ بېل شول په ارمان سينه داغلي

له احواله یې خبر نه يم چې څه شول
 څوک په بيارته ځني نه دي جار وتلي

که خاکونه ته یې ورشمه نارې وکړم
 په جواب یې راته هيڅ نه دی ویلي

يا له مونږه مرور شول جواب نه کا
 يایې چا په خوله مهرونه دي وهلي

که یې وغواړم خبر له خبردارو
 دوی پرې هم لکه مونږ نه دي پوهيدلي

که قبرونه ورانوم پکې یې غواړم

 ما بې خاورو پکې هيڅ نه دي ليدلي

نه پوهيږم چې له کومه لوريه راغله
 بيا یې دي و کوم مکان لره بيولي

اې يوه خدايه! ژر وران د دنیا سرای کړه
 چې آشنا عالم ترې ځي نا آشنا ملي

چې هر دَم جرس د کوچ ورته غږيږي

 فراغت عبدالقادر څرنګ څملي