

عبدالقادر خان خټک
نور
عالم خپل خوب کا، رنځوان اخته په نول وي
مزکه توده کومه ده؟ چې اوربل ورباندې تل
وي
برناحقه
سترګې د رنجو په بار درنې کا
کله د هوسيو سترګې تورې په کجل وي
بل
مراد یې نشته په دنيا کې بې له دې نه
خاورې دغه ملک شو چې مجنون پرې ايښی پل
وي
هر
چې اول شوی په آخر به هغه کيږي
څوک به یې اول کا چې پس شوی په اول وي
کله
به لا درومي له ما اې د سحر خوبه
خوب بېغمه نه کا چې په مخکې یې منزل وي
فکر
لېونی د سبا نه کا ځکه خوښ وي
غم د هر سړي په اندازه د طول امل وي
هر
چې محبت لري د يار د تورو زلفو
تل به یې په زړه کې فکر تونه مطول وي
ما
په زړه ويشتليه! فريادونه کړه په زوره
ستا سوې نارې په ما شيرينې تر عسل وي
څه
وایې و ما ته؟ ما ته لار ده خطرناکه
هيڅ پرواه مې نشته که دې خيال راسره مل
وي
تل که آه فرياد عبدالقادر کاندي ګرم نه دی
بېل له فراغته همېشه د ياره بيل وي