

عبدالقادر خان خټک
که
ګلاب لکه باران ورباندې ووري
د ګلابو بوی به لاړ نشي له اوري
صباحت
یې د يوسف همېش منطور و
ځکه سپين شو د يعقوب د سترګو توري
هر
يو ګل په خواست ترې وړه ځان یې خوشبو کړ
چې صبا خوشبویي راوړه ستا له لوري
مه
کړه خدای چې د وفا خويونه نور کړم
که هر څو مې يار جفا کړه تل مې زوري
که
زاهد دی که عابد که شيخ ملا دی
همګي د خپل مقصود په لوري خوري
پاس
د دار په سر منصور دی دروغ نه دي
چې عاشق شي بيا به سر له عشقه ژغوري
پسِ شا دې سوګندونه خوري وَسر ته
هم هغه چې مخامخ دې په سر لوړي
قراضې
د زرو څه لره په مخ ږدي
په وجود د نمر نما یې نه کاندي ستوري
تر ژوندونه ښه دی مرګ عبدالقادر ته
چې یې يار رقيب ته خاندي دی یې ګوري