...

عبدالقادر خان خټک

خدای مې مه کړه يو زمان ځنې خالي
 ستا اندوه مې دی سبب د خوشحالي

که له خياله خالي هيڅ ښایسته نه دی
 ولې تا غوندې به بل نه وي خيالي

چې بېځايه آواز کا په انجمن کې

 د رباب غوندې به مومي ګوشمالي

د سړي لکه همت هسې یې فکر
 د عالي سړي فکرونه وي عالي

سل جنجاله سل فتنې راسره وکا
 بيا په ما باندې نوم کيږدي جنجالي

جان ومال تر جاني ياره صدقه شه

 نه يو دی نه سل زر لکه کروړيالي