...

عبدالقادر خان خټک

که ښکنځل دې په بېدردو تراخه لګي
 ما ته کړه په ما تر شهدو خواږه لګي

مشتاقان د تېغ په آب سره سيراب کړه
 تر ژوندون یې ښې په تږي اوبه لګي

سترګې پټې زړه بيدار لکه غونچه شه
 د دولت نسيم د ويښو په زړه لګي

سنګدلان یې له ناوکه بې بهره دي
 په مشتاقو تر ګلونو پاسته لګي

چې یې داغ زما د زړه د داغ پشان دي
 په لاله مې څه خو څه خو ليمه لګي

د بڼو اغزي مې لرې په ژړا کړه
 چې د يار په قدمونو تېره لګي

يو ساعت عبدالقادر ځنې خلاص نه دی

 هر زمان د عشق لښکرې په ده لګي