

عبدالقادر خان خټک
د
قيامت په ورځ به سپک پاڅي تللي
په صبا به دروند پاڅي چې دروند څملي
تنها
هيڅوک ګورستان لره لاړ نه دی
خپل عمل غاړه غړۍ ورسره زغلي
چې
مې سترګې باندې وا د بصيرت شوې
د عالم ودان مې ولیدل نتلي
نادان
به یې باور په ودانۍ کا
چې په طمع د سيلاب د اوبو ملي
د
دنيا کارونه ضد د آخرت دی
د دنيا قبول په دين کې دي رټلي
نه
صحت مومي نه مري هسې تاويږي
چې په زړه وي د حسد منګور چيچلي
چې
نظر مې په ښو بدو باندې وکړ
وې یې «وشړه په وره هغه بللي»
د قيامت له جوکه ډار عبد القادره
نه کا چا چې خپل ښه بد دلې تللي