...

عبدالقادر خان خټک

ستا څهره لره خدایي تل ارغواني
 که د غم څهره مې ده زعفراني

سر په لاس ور پسې درومم نه قبليږي
 نصيب مه شه د چا دا سرګرداني

مۍ نوشي تمامه شپه کاندي د نورو
 په سبا یې په ماوې سرګرداني

څو څو ګرانې مې آسانې په زبان کا
 زه به څرنګ پريږدم عشق په آساني

اشارت یې د دنيا تالا کول دي
 چې صوفي په رقص کا دست افشاني

چې لاړ نه شي په غفلت بيا به ارمان کړې
 هر نفس کړ د خپل نفس نګهباني

چې په مخ یې کاروانونه د خط راغله
 اوس به وشي د شکرو ارزاني

له دعا یې اوس هم نه يم فارغ شوی
 که د کښليو په خدمت لاړه ځواني

ورته عرض سلام د خوار عبدالقادر کړه

 چې په باده ګزر کړې د فلاني