...

عبدالقادر خان خټک

د ژوندون به یې څه حال حلاوت نه وي
 هر سړی چې په دنيا بې ياره ژوي

ما دې خدای په دنیا نه لري بې ياره
 له دنيا تر يار پخوا دې زما تله وي

چې يو غم راباندې تېر شي وايم خلاص شوم
 نور غمونه را پيدا شي نوي نوي

يو مجنون سوی او لوی د عشق نه و
 مينې ډېر کړل تر مجنونه سوي لوي

څه حاجت چې یې پوښتنه کړې له حاله
 خود ښکاره دی د هجران په لمبو سوی

چې پکې نه مهر مينه، نه اخلاص وي
 تر ودانه لا وران ښه دی هغه ژوی

محرم نشته چې خپل حال ورته بیان کړم
 نامحرم ته وايه نشي زړه مې چوي

سل فتنې په بيدارۍ کا را بيداري
 بخت مې ويښ وي چې په غيږه کې وده وي

په نور څه عبد القادره نه رغيږي

 په هجران کې د يار ياد د زړه وي