...

عبدالقادر خان خټک

چې سحر د يار له لوريه شمال راشي
 دا بيمار خاطر مې څه خو په حال راشي

اوس خو وار د وصل تېر شو هجران راغی
 يا نصيب چې بيا نوبت د وصال راشي

زړه مې ډوب شي پوښتيده یې هرګز نشم
 چې ريبار د يار له لوريه ملال راشي

نور شغلونه به دې ووځي له خاطره
 که په زړه کې دې د کښليو اشغال راشي

د ديدن د وږو تږو طاقت کم شو
 لا به کله وړومبۍ ورځ د شوال راشي

د خپل يار د وصالته اميدوار شم
 چې سورت د يوسف ما ته په فال راشي

په هجران کې خوار و زار عبدالقادر شه

 بيا به کله په شيوه په خيال خيال راشي