

عبدالقادر خان خټک
د
خبيث په ښه صحت خبث په څو ځي
د ماهي بد بوی کله په اوبو ځي
له
اصلي بده به لاړه بدي نه شي
که د ښو په ديدن په ورځو شپو ځي
لا
کيسيه لا بازۍ ښکاريږي بد ته
د کامل د نصيحت اثر په ښو ځي
د
مزريو په لوی ښکار باندې نظر وي
شلانډو مژکو لره تروړي يا پيشو ځي
هر
چې شوې په ازل هغه به کيږي
عبث عمر په عبثو اندېښنو ځي
څه
نظر به کا دلبر په افتاده وو
چې دا هسې بد دماغ په کرشمو ځي
په لېمو به ستا په لور عبدالقادر ځي
که يارانو لره نور عالم په پښو ځي