...

عبدالقادر خان خټک

ستا سترګو وژلي به تر درنګه اوس ښخيږي
 راشه زړه پرې يخ کا که په دا دې زړه يخيږي

رقص له خامي کاندي دانه د دېګ په ميان کې
 پاتو له صوفي شي هله رقص چې پخيږي

ستا تر سر ځاريږي ستا په سر زما سوګند دی
 بل مطلب یې نشته څرخ چې هسې رنګ څرخيږي

خوب یې باندې نشي لټ په لټ و بله اوړه
 ګل د نهالۍ یې په نازک بدن څرخيږي

ولې به له مزکې نه شي ګل عبدالقادره!

 تل چې تر ګلونو ښایسته پکې ښخيږي