

عبدالقادر خان خټک
چې
تر غوږ مې د جرس نارې فرياد شي
ستا د عشق په بيابان ورک راته په ياد شي
يو
په سله به یې غم د زړه نصيب شي
هر نادان چې د فلک په ورکړه ښاد شي
تر
شيرینې دي دا کښلي لا شيرينې
ولې څوک دی چې په عشق لکه فرهاد شي
چې
په راغله مړاوی ګل د باغ تازه کا
په تاثير به د سبا کله هر باد شي
نور
چې بوس و کناره کاندي عيب یې نه دی
زه چې تش کاته کوم زما اهداد شي
هر
سړی چې کميني کا لوي مومي
هم په دا خادم مخدوم، شاګرد استاد شي
چې
پرې نه لګي ویل د نيک خواهانو
عاقبت د غليمانو په مراد شي
په
همه وو مريدانو پير شفيق وي
تربيت یې موافق په استعداد شي
چې
اساس یې د ژوندون دی په باد ايښی
پرې به څه د عاقلانو اعتماد شي
و منصور غوندې په دار عبدالقادر شه
که بې عشقه بل ګناه ور باندې زباد شي