

عبدالقادر خان خټک
په
فراق چې مې روان د سترګو جوی شه
لږ مې پاتو و آشنا و ته آبروی شه
ښه
چې باد و ته پابوس د ګل حاصل شو
په طلب یې ښکته پورته تګ و پوی شه
په
خبرو معنی کله ادا کيږي
خبر ځکه په حيرت له ګفتګوی شه
مرتبه
د هر چا څه؟ چې یې معنی وي
جسم ګل، غرض یې رنګ، معنی یې بوی شه
په
تمثیل یې چې د يار د قامت راوړه
په همه ونو کې سر د سروې لوی شه
د
کريم له خوا نه مزکه نصيب مومي
په ساقي ملامت نشته که جام توی شه
چې د عشق لافې وهي عبدالقادره!
محبت کې له زردی آلوده روی شه