...

عبدالقادر خان خټک

چې همت دې د ټپوس دی ځان باز مه کړه
 ځان په رسم د جانبازو جانباز مه کړه

چې محتاجو ته محتاج وي ډير خسيس دی
 بې نيازو بل هيچا ته نياز مه کړه

اسبابونه د ناز راوړه هله ناز کړه
 ستا چې هيڅ اسباب د ناز نشته ناز مه کړه

امتياز و دوست دښمن و بله ګران دی
 بې له خپله دله هيڅوک همراز مه کړه

د اتمام سعی کوه چې کار شروع کړي
 يا هرګز اول د چارې اغاز مه کړه

د خبرو په لذت که خبردار یې
 بيهوده بيرون له شونډو آواز مه کړه

که دې لوستی د لا ترکنو آيت دی
 سکه هرګز د ظالمانو اعزاز مه کړه

توَلّا وتَبرّا د ايمان څانګ دی
 چې دې وا څانګونه نشته پرواز مه کړه

په ليمه به ستا جفا عبد القادر وړي

 په شړل یې په مراد د غماز مه کړه