...

عبدالقادر خان خټک

عارضي کارونه هيڅ دي تعلق ور پورې مه کړه
 چې جوهر درته حاصل شي همېشه طلب هغه کړه

جوهر څه دی، دې تا فقر، عرض څه، چې بې له ده وي
 دا وينا تمام سلوک دی، که دې نه زده له ما زده کړه

د خواهش له کوڅې ووځه، دا کوڅه ده هر ګور تنګه
 ترک د خواست وسيع صحرا دی، په دغه صحرا ميشته کړه

حقيقت روشن آفتاب دی، په ليده یې سترګې بريښي
 د مجاز رانجه کړه پورې، پري روشن دواړه ليمه کړه

چې دې مخ د دلبر ياد شي، په ثنا صفت د ګل شه
 د زلفينو له فراقه په سُنبل د زړه مه کړه

شونډې غاښ یې چې ور ياد شي په مثال د لعلو دُرو
 د خپل زړه وينو ته ګوره، خپلی وښکې ور سره کړه

خپل صورت چنګ ورباب کړه پرې تارونه وُښکې څاڅه
 حرف و صوت د خولې پريږده، پرې د مينې زمر مه کړه

نوآموز عاشق بلبل دی، شور یې ډېر او مينه لږه
 که مثال د کامل غواړې و پتنګ ته ننداره کړه

لکه کاڼی ډک له اوره، هيڅ اثر یې ليده نه شي

 هسې رنګ عبد القادره! پټه ته د عشق لمبه کړه