

عبدالقادر خان خټک
که
دې نه ده د خپل مخ څيره چرکينه
آیېنه زما د زړه نه ده زنګينه
چې
و تورو ته نزدې شي هغه تور شي
په ستنه راځنې ګرځه تکه سپينه
چې
یې زړه د محبت په لمبو وُسوه
د دوزخ له اوره څه پروا لرينه
توره
شپه به په عاشق باندې سپوږمۍ کا
که پلو له مخه واخلي ماه جبينه
وار
په وار مې له زړه واړه مينې لاړې
بې له کښليو چې هرګز ځنې نه ځينه
د
بلبلو له آوازه یې اثر دی
دا غونچه چې خپل ګريوان پاره کوينه
غيرحق مينې همه واړه حجاب دي
مه کړه نور عبدالقادره په څه مينه