

عبدالقادر خان خټک
په
خاطر مې هومره نه دي المونه
چې یې وشميرم و چا و ته نومونه
چې
نور مينې کا په کښليو زه یې ګورم
درست لړمون مې له پخساکه شو کرمونه
محبت
موافقت دی چې واقع شي
نه په سحر په افسون دی په دَمونه
چې
دې غم د بېلتانه زمونږ نصيب کړ
مګر نه وو په جهان کې نور غمونه؟
نوی
مياشت بد یې، لعلونه، ستوری ميخ کړم
که نازک د يار سمند لري سومونه
که
د درد دې په بې قدرو قدر نشته
ستا دردونه به په سترګو مونږ زغمونه
چې
پامال د نندارچيو زړونه نه شي
په ورو ورو ږده په نڅا کې قدمونه
هومره
اور در کې بليږي ايرې نه شوې
بلا سخت یې د عاشق ننه لړمونه
چې
طالع د سړی نه وي څه پکار، که
څوک افزون لري لښکر تړي بارونه
څښه شراب د محبت عبدالقادره!
خو لا ستا د خاورو جوړ نه دي جامونه