...

عبدالقادر خان خټک

دريغه نور غمونه لرې شوی له دله
 پکې غم د خپل آشنا وی تل تر تله

شبنم وصل د ګل بياموند چې خاموش شو
 تر محرومه شوه چې شور کاندي بلبله

ښه چې ژبه دې قلم شوه په مجلس کې
 شمعې! تا چې د خپل سوز قيصه ویله

عاشق هيڅ نه و خبر د عشق له سوزه
 دا لمبه پرې معشوقې ولګوله

د فانوس په پرده څراغ کله پټيږي
 که یې مخ په پلو پټ و ما ليدله

که په زړه مې د يار يادو ميشته وکړه
 د يار خياله! ته مې پاس په سترګو مله

په ماتم د پروانه چې ځان یې وُسوه
 شمعې اور په تندي بل کړ ژړيدله

که په مخ یې خط ښکاره شه په دا څه شو
 په جوهر آیېنه کله چا غندله

درسته شپه دې په نارو عبدالقادر کړ

 ته بې غمه په پالنګ باندې څمله