...

عبدالقادر خان خټک

په لاره تلمه په مخه راغله يوه دلبره پرې رخساره
 د نمر په شانې لا ترې روښانه په کښلي مخ وه هغه نګاره

په قامت سروه، په تلو تيز روه. آبرو کمانه، ناوک مژګانه
 په سترګو بازه، خونريز ته سازه، په ويښتو ليله، په مخ نهاره

غاړه بلنده، خاطر پسنده عنبرين مويه، ياسمين بويه
 په شونډو لعله، په زړه الماسه، په سپينو غاښو دُر شهواره

په زنې سيبه، بې له آسيبه، په ملا تر خپلو ويښتو نريه
 شيرين کلامه، نازک اندامه، ولول یې زلفې لاله عذاره

بی میېو مسته، خوله نيست وهسته، ډکه له نازه، خالي له نيازه
 سر تر قدمه، ثابته روغه، له هره عيبه پاکه ويزاره

مخ یې څرګند و، نظر پری بند و، د مخ شغلې یې د مخ حجاب وي
 په خيال خيال تلله نظر یې نه کړ هرګز و چا ته له کبره عاره

له ما غایبه لکه بريښنا شوه په مزکه لاړه که په سما شوه
 هيڅ نه پوهيږم چې چرته دا شوه راته ووايه اې خبرداره

اوس څه چاره کړم چې یې بيا مومم ای زما پُر دوشن ضميره!
 چې چرته درومم په چرته یې غواړم هدايت وکړه د خدای دپاره

هوس یې يووړ غم یې را پريښود،د اغ یې بیا نوی را باندی کيښو

 مقصود یې دا دی عبد القادره اوس پسې ګرځه سينه افګاره