

عبدالقادر خان خټک
که
تراخه دي هم شراب د قهر نغره
ظلم جور په چا مه کړه ځيګر وره
بازچه
ويني د ځيګر خوري مرګ یې زر وي
له ديو وينو ځان ساته زما ځيګره
هيڅ
حاجت د بند زندان ور لره نشته
بند زندان دی د دانا د خولې خبره
د
دوران د حادثو غشي یې نه خوري
هر حليم چې واغوندي د حِلم زغره
چې
د زړه تر کمر پريوځي ريز مريز شي
خدای دې پرې نه باسي څوک له دې کمره
که
سړی په اصل يو دی فرق یې ډېر دی
يو په يو وي، يو په سله، يو په زره
مرغلرې
سل اخستی په دينار شي
هم په سل ديناره اخست شي مرغلره
که بادشاه که امراء ځان به یې سیال کړي
چې اميد نه کړي له چا عبدالقادره