...

عبدالقادر خان خټک

دا وينا مې د بيمار خاطر شافي ده
 يوه زړه لره يوه مينه کافي ده

په ازل یې زما درد د نورو صاف کړه
 له ساقي سره زما سينه صافي ده

د هر ګل احسان یې داغ په خاطر ايښی
 د ځوانمرد سينه داغ داغ په تلافي ده

چې له نورو د انصاف طمع لرينه
 په مذهب زما همدا بې انصافي ده

سخندان به یې په کومه خوله بيان کا
 ستا د خولې تشبيه راوړه موشګافي ده

ابلهان به یې باور په آشنایي کا

د هر چا چې په وعده کې خلافي ده

د زربفتو په اودو به څه پوهیږي؟ 

چې پیشه یې همیشه خمتابافي ده

هیڅ پېغور د عصیان مه کوه و ما ته

تر ګناه مې د دوست زیاته معافي ده

مرد یې مه ګڼه چې لافي بې کردې کا

مرد کرده بې لافو کا، ښځه لافي ده

د خپل ځان لپاره نیم درم اسراف دی

چې په بل خونه ښندي، بې اسرافي ده

خو هم دا عبدالقادر ته بیا بیا وایه

یوه زړه لره یوه مینه کافي ده