

عبدالقادر خان خټک
خدايه
مه کړې د هيچا په کور کې غوټه
زَر چې غوټه شي يا کاڼی شي يا لوټه
که
په رنګ د خټکي یې په دا څه شو
چې مزه د خټکي نه لرې پهوټه
ساقي
ډکه پياله را د هغو ميیو
چې یې څښونی شي بېخود له يوه ګوټه
چې
سودا کا بې د کښليو له ښه مخه
عاقبت به د هغو سودا شی تروټه
حال
د واړو په وار وار راته معلوم شو
مه دې وينم په خوله سچه په زړه جهوټه
ماتې
ماتې زلفې بيا په مخه راغله
چېوړه خلق پهر همارا توبه ټوټه
تر هغو زلميو ځار عبد القادر شه
چې دنيا یې کړه د ځان د وړاندې لُوټه