...

عبدالقادر خان خټک

څو د عشق په اور دې نه ده ويلې وازده
 که دعوی د عاشقۍ یې وکړې تازده

ته به څرنګ په دا هومره شتاب درومې
 چې دا لار د څړه رو او د یکتا زده

نا اميد یې هيڅوک نه درومي له دره
 په هر ځای یې د کرم دروازه باز ده

د طاوس وزر طاوس لره بلا شي
 ښارونۍ په قفس کړې خپل آواز ده

هنرمند د خپل هنر په لومه بند شي
 دليري د باز بلا په ځان د باز ده

لویې ونې سيلۍ پرېباسي، نه بوټي
 عاقبت سرنګوني د سرفراز ده

د غماز وينا وينا واروه مه اروه
 چې وينا یې دوست ګداز دښمن نواز ده

سر ساتنه په مذهب د عاشقانو

 له آشنا عبد القادره! لا جواز ده