

عبدالقادر خان خټک
له
همه واړه عالمه صلح کُل شه
و ښو بدو ته خوشبويي ورکوه ګُل شه
تعلق
په تيريدوني هوس مه کړه
په بهار کې په نارو لکه بلبل شه
دنيا
جسر آخرت ده ياده شوې
د سيلۍ غوندې ژر تېر په دغه پل شه
د
سبب توانګري عين نيستي ده
توانګر په خزانو د تؤکل شه
اضطراب
به دې خلاص نه کا له قضا نه
مستقبل ورته په صبر و تحمل شه
ځان
د عشق په اور لوګی لکه سپند کا
هم په دا بهانه ځار تر ښه کاکل شه
په
تاخير کې آفتونه پيداکيږي
معطل مه کړه ساقي په داد مُل شه
سترګې
مه وچوه يو زمان له نمه
تل په زړه تر و تازه لکه سُنبل شه
خو خپل نيت عبد القادره يار ته سم کړه
بې پروا د بدګويي د چغل شه