...

عبدالقادر خان خټک

يا مجنون شوم خوی مې نور شه يا ستا عشق راباندې زور شه
 يا ستا عشق راباندې زور شه يا مجنون شوم خوی مې نور شه

غم هاله زما په کور شه چې په تا باندې میېن شوم
 چې په تا باندې میېن شوم غم هاله زما په کور شه

بيا د خيال په سمند سور شه څو وګړي به پایمال کا
 څو وګړي به پایمال کا بيا د خيال په سمند سور شه

راښکاره دې زور و شور شه اوس به څه له ما خلاصيږې
 اوس به څه له ما خلاصيږې راښکاره دې زور و شور شه

په معنی ژوندی په ګور شه چې ديدن د کښليو نه کا
 چې ديدن د کښليو نه کا په معنی ژوندی په ګور شه

د ګلونو مې زړه تور شه پکې بوی د وفا نشته
 پکې بوی د وفا نشته د ګلونو مې ړزه تور شه

عندليب ولې په شور شه په وصال کې نارې نه شي
 په وصال کې نارې نه شي عندليب ولې په شور شه

درست صورت مې لکه اور شه زنهار مه بلوسه راباندې
 زنهار مه بلوسه را باندې درست صورت مې لکه اور شه

په درياب کې کله شور شه چې په اصل ګوهر خوږ و
 چې په اصل ګوهر خوږ و په درياب کې کله شور شه

خيال د يار د وروځو نور شه پرې ريبي مې د زړه وُلې
 پری ريبي مې د زړه وُلې خيال د يار د وروځو نور شه

چې اوربل یې په مخ خور شه رڼا ورځ راباندې شپه شوه
 رڼا ورځ را باندې شپه شوه چې اوربل یې په مخ خور شه

د هغو چې وُلې سپور شه څه یې مه ګڼه چې هيڅ دی
 څه یې مه ګڼه چې هيڅ دی د هغو چې وُلې سپور شه

چې نظر یې په بل لور شه خوار شوې اوس عبد القادره

 خوار شوې اوس عبد القادره چې نظر یې په بل لور شه