...

عبدالقادر خان خټک

نن به راز وایې رازدار له ما سره
 بويه دا چې غير نه وي راسره

په بوستان کې غوټۍ ځکه هسې وا شوه
 چې پری راغی دې تا بوی سبا سره

بادشاهانو سره غم د درست جهان دی
 د يوې ډوډۍ یې غم ګدا سره

لږ اوره کاندي د نمر روشنایي کمه
 بد دې نه شي يو زمان له چا سره

صرافان به یې زما په مخ راولي
 دا زما عمل روپۍ دی راسره

ښایسته کله د چا سره وفا کا

 چې به کا عبدالقادره تا سره