...

عبدالقادر خان خټک

چې په زړه کې یې پرته وي د سر مينه
 بيا به نه مومي هرګز د دلبر مينه

چې تلخي د بيلتون شته و به یې نه کړم
 که خوږه ده لا تر شهدو شکر مينه

لکه زر تر خاص و عامه پوری زَر وي
 هر سړی چې کاندي ډېره په زر مينه

ما ته بوی د خپل آشنا د زلفو بس دی
 که نور خلق کا په مشک وعنبر مينه

په لباس د ګدایۍ لکه بادشاه دی
 په هر چا باندی چې وکا اثر مينه

تورې خاورې یې سند شي اورنګ پريږدي
 شاه جان د زمانې کا نفر مينه

د دنيا میېن همېش په زړه رنځور وي
 ځکه نه کا په دنيا قلندر مينه

د پېغور ناوکی هيڅ اثر پرې نه کا
 عاشقان لري په مخکې سپر مينه

نور تمام له عبيه ډک عبد القادر دی

 يو لرې په خپل وجود کې هنر مينه