

عبدالقادر خان خټک
که
خاني که ملکي که سلطاني ده
که یې ګورې بيهوده سرګرداني ده
مرګ
ژوندون بې کښليو واړه مساوي دی
ښایسته وو ته پکار زندګاني ده
په
نصیب زما د زړه د يار د زلفو
له ازله بخره شوې پريشاني ده
له
مستۍ مې شيشه پرېوته له لاسه
ساقي! قهر راته مه کوه ځواني ده
د
هوښيارو په غلطي قهر عتاب شي
معذرت د نادانانو ناداني ده
يا
به سوزي د چا خونه يا به خون کړي
چې اغوستې یې جامه ارغواني ده
د
عشق بوی به یې د ګور له خاورو درومي
د هر چا چې د خپل يار مينه جاني ده
خرابات
لره به ځم له صومعې نه
چې پکې د دواړو کونو اماني ده
تر نګين
د قناعت لاندې جهان دی
که دا ګوته کړې په ګوته سليماني ده
سړی سرې وښکې دې په مخ عبد القادره!
و خپل يار ته د ياقوتو مهماني ده