

عبدالقادر خان خټک
چې
راوړی یې له اصله دی له ځایه
بوی به څرنګ ځي له مشکو راته وايه
د
ښيښې قُلقُل سرود دی د مستانو
مستغني له دَف او چنګه دی له نايه
نور
عالم و ته صفت کوه د حورو
ملا ما و ته نور بې ياره مه ستايه
خو
هم تا ته ښکاره ښه دی پرده پوشه
دا زما عيبونه نورو ته مه نمايه
چرې
نه عزيز ذليل، ذليل عزيز کا
په نا اهلو سيوری مه کوه همايه
په
افطار کې یې د زر روژو ثواب دی
يار چې نيسي درته مۍ روژه پری کشايه
مرګ
یې سل ځله بهتر دی تر ژوندونه
په هجران کې دې عاشق مه بيوه خدايه
چې د يار په دیدن موړ عبد القادر شي
که یې بيایې له دنيا هاله یې بيايه