...

عبدالقادر خان خټک

ساقي هسې پياله را کړه رندانه
 چې په څښل یې لا يعقل شم ديوانه

سرزده له خلقه تښتم و صحرا ته
 د مجنون غوندې خپل ځای کړم ويرانه

د مقصود مېوه هله ورځنې وخوري
 چې په خاورو کې ځان نيست کاندي دانه

چې پکې د ښایسته وو د مخ خيال دی
 دی زما خاطر د چين نګارخانه

له غيرته مې خاطر پاره پاره شي
 چې یې ګوتې په ويښتو وهي شانه

د بهار په وخت محتاج د مطرب نه يم
 راته بس ده د بلبلو ترانه

هره شپه هنګامه ګرمه کړم په چم کې
  ګوندې راشي ښایسته په دا بانه

چې هوا یې و بایېللو ته د سر شي
 غواص غواړي په صدف کې دُر دانه

سر به سل ځله تری ځار عبد القادر کا
 که د سر په ښندل مومي جانانه