...

عبدالقادر خان خټک

که خبر مې شي له خوږ خاطره ته
 شپه او ورځ به په نارو شې لکه زه

څو تاونه باندې تېر شي چې پخيږي
 د پخو په حال خبر نه دي اومه

که دې سوی چرې زړه د عشق په اور وي
 ستا به هله زړه په سوو باندې سؤه

شاعران یې له لذته خبر نه دي
 چې نسبت یې کا له شونډو ګبينه

عام عالم له حقيقته خبر نه شول
 د تقليد خندا کوي لکه کاڼه

د دنيا په تله راتله پروادار نه يم
 غم ښادي مې شي د يار په تله راتله

ښه ديدن لکه آواز د روح خوراک دی
 ځکه هيڅوک ماړه نه شول په ليده

ښایسته د هيچا نه دی د خپل زړه دی
 هغه خوار شي چې و کښليو ورکا زړه

خوله چينه ده د حيات، مخ یې آتش دی
 چا وې دا چې يوځای نه دي اور اوبه

ګوره بيا د کوم کمبخت سړی په خوله شو
 سل ښکنځل راته کوي چې غواړم خوله

تل ترې خواست عبد القادر کا د ياری یې

 يار هرګز ورته و نه وايه چې ښه