

عبدالقادر خان خټک
خوښ
له وصله نه شوم د هجران له غمه زه
نه کړم په ګل مينه د خزان له غمه زه
خلق
راته وایي چې زحمت دې لا دوا دی
لا ښه چې یې خلاص شوم د درمان له غمه زه
سر
دی په جهان کې د همه واړو ښاديو
نه دې شم بيغمه د خوبان له غمه زه
زه
چې د خپل يار په کویی کې کېناستم مقيم شوم
کېناستم بېغمه د جانان له غمه زه
اوس
به له دی پسه د خپل ځان په غم اخته شم
ډير په زړه زهير شوم د جهان له غمه زه
غم
دی له ازله په نصيب د عاشقانو
ځکه نه خلاصيږي يو زمان له غمه زه
ما عبد القادر چې دا غزل د فراق ووېل
رشک به کړم په وښکيو د باران له غمه زه