

عبدالقادر خان خټک
جګې جګې آواره زما تقصير کړه
عنايت مهر په ما په روی د پير کړه
هر ستم زما قبول شړل دې نه وي
ما داخل د خپلو سپيو په زنځير کړه
کوز غُبار ماڼې لرې کړه له دله
لکه وو تر هغه زيات صفا ضمير کړه
د غمزی په تير دې ډېر عالم زخمي دی
مونږ هم باری سرفراز په يوه تير کړه
دا کوم مهر کوم انصاف کومه ياري ده
په ویلو د دښمن میېن زهير کړه
د وصال عمر د برق غوندې زر تېر شي
يار چې اوس درته حاضر دی ښه یې ځير کړه
یار ویل عبدالقادر ته چې دلیر یم
وې یې شکر خدای دې لا تر دا دلیر کړه