...

عبدالقادر خان خټک

وينځه که اصيله وي، که توره وي که سپينه
 کښلی شي له حورو چې پرې ورشي د زړه مينه

شهد که نبات وي، که څه شته شيريني نوره
 مينه ده که ګورې چې تر هر څه ده شيرينه

خيال یې د زلفينو لکه مار ور باندې پروت وي
 نه پريږدي و زړه ته بله مينه چې ورځينه

سل زخمه که وخورې، ترې به يو څاڅکی پرېنوځي
 هسې رنګه وُچه د صورت کا مينه وينه

خوب به یې بدل په بيدارۍ خوښي په غم شي
 هر چې یې په زړه کې د دلبرو مينه وينه

يار په هواد نه دی که د زړه مينه پيدا کړې
 مينه هسې څيز ده چې نژدې لرې کوينه

څه عبد القادره! په خوله مينه مينه وایې

څو دې لا ویجاړه نه ده مينه نه ده مينه