

عبدالقادر خان خټک
ته
ور درومه اوس خپل ځان لره خپل کار کړه
چې دې زړه باندې ښه کيږي هغه يار کړه
مونږ
ماړه شو ستا له نازه ستا له خياله
له دې پس بل په دا ناز خريدار کړه
په
باطن لکه اغزی په صورت ګل دی
دا سزا زما چې مينه مې په خار کړه
چې
خبر دې په وار وار شوم له احواله
مُنفعله دې لوليه د بازار کړه
په
وعده په سوګند هيڅ پروادار نه یې
په دروغ دروغ ویلو افتخار کړه
عاقبت
به یې پيالې د ندامت څښي
آشنایي چې له نادان سره هوښيار کړه
بې
اختياره زړه د کښليو په لور درومي
ما به مينه په تا کله اختيار کړه
که
وفا غواړې ياري کا له اصله
زړه چې مينه په بد ذات کوي ځان خوار کړه
چې
په طمع آشنایي کا يا له ويرې
د هغو له آشنایۍ یې ځان ويزار کړه
که په مخ وي لکه ګل چې بې وفا وي
هغه يار عبد القادره تر سپي ځار کړه