...

عبدالقادر خان خټک

چا چې بایلو د دلبرو په اوربل زړه
 پريشاني یې کړه په بخره تل د خپل زړه

که يو ځل د يار د زلفو په تار بند شي
 خلاص یې مه کړه خدايه! بند مې لره تل زړه

په جفا به دې زړه بد شي که یې ورکړم
 تر خپل زړه پورې ته قياس وکړه د بل زړه

په شړلو مګس نه درومي له قندو
 ستا له شونډو به لاړ نشي په شړل زړه

چې صورت د ښو يارانو پرې ليده شي
 په وجود کې ځکه غوره کړه کتل زړه

که دولت دی که حشمت پکار یې نه دی
 په جهان کې خو هم کښلي وپسندل زړه

لکه باد د سبا نغښتی غنچه وا کا
 شګفته شي د دلبرو په ليدل زړه

ورته تېر عبد القادر تر سر و مال دی

 که خوښيږي د دلبرو په نتل زړه