

عبدالقادر خان خټک
چې
په کښليو مبتلا شي لکه زه
همېشه په واويلا شي لکه زه
سرګشته
حيران پريشان ګونه بدرنګه
خوار خسته تر مجنون لا شي لکه زه
د
هر چا ناسازې وړي په تور د مينې
خانمان به یې تا لا شي لکه زه
نه
به آه نه به فرياد نه به ژړا کا
کُل روزګار به یې په غلا شي لکه زه
محبت
به یې پرې نږدی و مانې ته
بې ريباره به پخلا شي لکه زه
لا
به شي تر دا بدتر عبد القادره!
چې اخته په دا بلا شي لکه زه