...

عبدالقادر خان خټک

ترې قربان شه سل ښادۍ د ښادمنو
 ربه! مه وړه خپل غمونه له غمژنو

هر آشنا چې زړه را ياد کا زما مرګ دی
 زه فراق ځيګر پاره کړم د میېنو

و بېدردو ته دعا کړم که دردمند شي
 خدایه  درد را ښکاره مه کړه د دردمنو

چې وار وار به باغ خالي شي له ګلونو
 نن بلبلو دا آواز کاوه په ونو

بدان واړه د بدانو صحبت بد کړل
 ډېر پمن دي پمن شوي له پمنو

ډېر ګردونه دي سواره ځنې ښکاره شي
 د خوارۍ یې نظر مه کړه په ګردمنو

و معنو ته فهم کړه عبد القادره!

 چې نظر کړې د جهان په اوږو پلنو