

عبدالقادر خان خټک
راشه
ګوره ننداره د فاسقانو
دَم وهي د خدای د خاصو عاشقانو
خپل
کردار یې شاهدي لِی په دروغو
که په خوله کاندي ویل د صادقانو
په
کردار اهل شمال ورځنې عار کا
په ګفتار کې سبقت کا تر سابقانو
د
عصيان بيمار رمق لري په تن کې
الغياث د دې رنځونو، حاذِقانو
په
ګناه په خندا کا ژړا یې نه وي
دا خصلت دی د همه منافقانو
په
ليدو به دې لا کله مشرف شي
اشتياق شو هرګور ډېر د شايقانو
مرګ یې سل ځله بهتر له حاضرانو
دی بنده عبد القادر له آبقانو