...

عبدالقادر خان خټک

هم له بدو سره ښه کړه هم له ښو
 د ښو بدو له غمونو شه په څښو

خاکساري لرې کول دي د خودۍ یې
 نه چې کيږي خاکساري په خاورو مښو

په جهان چې زلزله د حوادث شته
 تر قصرونو جونګړې ښې دي د وَښو

د خيمو ميخونه وکاږه فراشه
 فريادونه درته کا جرس د لښو

مرګ له تندې، په مذهب زما بهتر دی
 نه ژوندون د دون همت په اوبو څښو

خرخښي د سر له سره ژوندون راکا
 زه قربان شم ياره ستا تر خرخښو

کشکی زه دې د وږدو زلفو يو تار وی
 چې همېش می ايښی سر وی ستا په پښو

هسې رنګ توبری می مات دی په خاطر کې
 چې عاجز یې طبيبان شول له وکښو

د خپل زړه په تخته کښه عبد القادره!

 په کاغذ د عشق ویل نه دی د کښو